
بهرنیو چارو وزارت: د اماراتو له زندانونو تر ۱۰۰ زیات افغان بندیان خوشې شوي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو لارښوونو او په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې، د دغه هېواد حکومت د خپل ملي ورځې په مناسبت له زندانونو تر ۱۰۰ زیات افغان وګړي خوشې کړي دي.
د رسمي معلوماتو له مخې، یو شمېر خوشې شوي بندیان له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي او د نورو کسانو د راستولو بهیر به د قانوني پړاونو له بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې عملي شي.
د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د حکومت او اړوندو ادارو له همکارۍ د مننې تر څنګ ټینګار کړی چې له هېواده بهر د افغان بندیانو د قضیو تعقیب د دغه وزارت له اساسي مسوولیتونو څخه شمېرل کېږي.
د کډوالو د حقونو فعال، سیدعبدالباسط انصاري، ویلي: «له متحده عربي اماراتو د ۱۰۸ افغان بندیانو خوشې کېدل یو ښه زېری دی. د دغو بندیانو بېرته افغانستان ته راستنېدل او له خپلو کورنیو سره یوځای کېدل د اندېښنو په کمولو کې اغېزناک ګام دی. دا اقدام په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د ازادۍ لپاره د هڅو د زیاتېدو هیلې پیاوړې کوي.»
د کډوالو د حقونو فعالان وایي، دا ډول اقدامونه کولی شي د افغان کډوالو د کورنیو د کړاوونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي او دا څرګندوي چې فعاله ډیپلوماسي د هېواد بهر د وګړو د ستونزو د حل لپاره څومره ارزښت لري.
د کډوالو د حقونو بل فعال، عليرضا کریمي، هم ویلي: «له متحده عربي اماراتو د ۱۰۸ افغان بندیانو خوشې کېدل یو انساني اقدام دی چې د کورنیو اندېښنې په څرګند ډول راکموي او دا ښيي چې فعاله ډیپلوماسي کولی شي له هېواده بهر د افغان وګړو د ملاتړ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.»
په همدې حال کې، سیاسي شنونکي، سیدقریبالله سادات، ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له لوري باید یوه همغږې کمېټه جوړه شي څو دا موضوع په منظم ډول وڅېړل شي او له بېلابېلو هېوادونو د افغان اتباعو د بېرته راستنېدو لپاره یوه دوامداره لاره برابره شي.»
په داسې حال کې چې زرګونه افغانان د اقتصادي ستونزو له امله د کار او ژوند لپاره نورو هېوادونو ته تللي، د دغو بندیانو خوشې کېدل نه یوازې د دوی لپاره، بلکې د هغوی د کورنیو لپاره هم د ارامۍ او راتلونکي ته د هیلو د نوی پړاو پیل بلل کېږي
اولین کسی باشید که نظر بدهید on "بهرنیو چارو وزارت: د اماراتو له زندانونو تر ۱۰۰ زیات افغان بندیان خوشې شوي"