امنيت

بهرنیو چارو وزارت: د اماراتو له زندانونو تر ۱۰۰ زیات افغان بندیان خوشې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو لارښوونو او په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې، د دغه هېواد حکومت د خپل ملي ورځې په مناسبت له زندانونو تر ۱۰۰ زیات افغان وګړي خوشې کړي دي.