سومین روز سیلاب؛ عملیات جستجو برای یافتن مفقودین در نورستان ادامه دارد

💬0

سومین روز سیلاب؛ عملیات جستجو برای یافتن مفقودین در نورستان ادامه دارد

د درې ورځو په تېرېدو د لا هم د څلورو کسانو جسدونه  نه دي موندل شوي؛ خو د لټون عملیات یې لا هم روان دي.

د نورستان په پارون کې د هغو دوو د خویندو د جنازې مراسم دي چې درې ورځې وړاندې مرګوني سیلاب یې مېنه ړنګه کړه.
خو له دریو ورځو پرله پسې هلو – ځلو وروسته یې نن (چهارشنبه) جسدونه وموندل شول.

د نورستان اوسیدونکی، فضل الرحیم وايي: «نن زموږ په کلي کې د یوې ١٥ کلنې نجلۍ او یوې شپږ کلنې نجلۍ چې دواړه خویندې وې، خونړي سیلاب ژوند واخېست او نن پر درېیمه ورځ یې جسد پیدا او جنازه یې ادا شوه.»

د نورستان اوسیدونکی، سلمان دانش هم وايي: «د نورستان په پارون کې د وړمې ورځې سیلاب جدي ننګونې را منځته کړي، لسګونه ځایي خلک یې شهیدان او ټپیان کړي دي. همدا رنګه د نورستان مرکز پارون په سوداګرۍ او کار – روزګار اباد و، چې دې وېحاړونکي او مرګوني سیلاب یې هر څه له منځه یوړل.»

بلخوا مسوولین وایي، تر دې مهاله د سیلاب له اغېزمنې سیمې یو شمېر جسدونه موندل شوي او د نورو لا درکه کسانو د موندلو په موخه د پلټنې او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د نورستان والي ویاند، فریدون صمیم بیا وايي: «نن د سیلابونو له امله تر خاورو لاندې شویو کسانو د موندلو عملیاتو درېیمه ورځ ده، تر اوسه د بېلابېلو ادارو د مرستندویه ادارو پر مټ د ٢١ کسانو جسدونه موندل شوي؛ خو لا هم  څلور پاتې جسدونه نه دي موندل شوي او د لټون عملیات یې روان دي، چې تر موندلو وروسته به یې خپلو کورنیو ته وسپارو، ښایي په دغو ارقامو نور هم زیاتوالی راشي؛ ځکه د یو شمېر کسانو کورنۍ پیدا نه شي، ممکن چې هغوی له دې سیمې نه وي او کورني سیلانیان وي.»

ختیځ کې د ٢٠١ خالد ابن ولید قول اردو ویاند، وحید الله محمدي هم همداسې وايي: «د سیلاب له را مځته کېدو سره سم د شپې پرمهال د ملي اردو ځواکونه د مرستو په موخه رسېدلي وو، چې د  همدوی له لوري له لومړۍ ورځې تر دا مهاله تر خاورو لاندې جسدونو د موندلو عملیات روان دی، همدا راز د ملي اردو ځواکونو له زرو سیلاب ځپلو کورنیو سره د پخو خوړو او خوراکي توکو مرسته هم رسولې وه.»

د نورستان د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله تر دې مهاله ۱۲۰ ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت له درملنې وروسته ښه شوی او بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د بړنیو پیښو ته د رسېدنې مسوول، عبدالستار صحت داسې وايي: «موږ له ځان سره روغتیایي ټیم، درمل او اړین درملیز کېټونه له ځان سره راوړي؛ ترڅو د سیلاب ځپلو ستونزو ته رسېدنه وشي.»

د نورستان د عامې روغتیا رییس، عابد نیازی و ویل: «تر اوسه د نورستان ولایتي روغتون ته ١٢٠ ټپیان راوستل شوي؛ خو ښایي یو شمېر ټپیان د نورستان نورو ولسوالیو روغتونونو او یا هم د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي وي؛ ځکه د نورو پاتې ټپیانو شمېرې به له هغوی سره وي او له موږ سره تر دا مهاله جمع شوي نه دي.»

د نورستان د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې دې خونړي سیلاب د نورستان مرکز پارون اړوند خصوصي سکټور او یو شمېر دولتي ودانیو ته شااوخوا ٤٠ .

مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسولی دی

منبع

اولین کسی باشید که نظر بدهید on "سومین روز سیلاب؛ عملیات جستجو برای یافتن مفقودین در نورستان ادامه دارد"

یک نظر بگذارید

آدرس ایمیل شما نشر نخواهد شد.


*