په پلچرخي زندان کې نږدې ۴۰۰ ښځې حرفوي زده‌کړې کوي

💬0

په پلچرخي زندان کې نږدې ۴۰۰ ښځې حرفوي زده‌کړې کوي

د پلچرخي زندان د دېوالونو تر شا یو شمېر ښځینه بندیانې د بند مودې تېرولو ترڅنګ د زده‌کړو او حرفوي مهارتونو د ترلاسه کولو فرصت هم لري.

خیاطي او غالۍ اوبدل د هغو حرفوي زده‌کړو له ډلې دي چې ښځینه بندیانو ته ورکول کېږي. بندیانې وايي، دغه ټولګي د نویو مهارتونو د زده‌کړې، بوختیا او له خوشې کېدو وروسته د ژوند لپاره د چمتووالي زمینه برابروي.

حسینې، یوې بندیانې، وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې دلته یم او په دې برخه کې فعالیت کوم. له استادانو ډېره راضي یم. دا کار مرسته کوي چې له فکرونو او فشارونو څخه مو پام واوړي.»

ښځینه بندیانې وايي، په زندان کې د خپلو ځینو لاسي تولیداتو له پلورلو لږ عاید هم ترلاسه کوي او هڅه کوي داسې مهارتونه زده کړي چې له خوشې کېدو وروسته ترې ګټه واخلي.

الهې، یوې بلې بندیانې، وویل: «له نورو نجونو غواړم چې راشي او غالۍ اوبدل زده کړي، څو کله چې له دې ځایه خوشې کېږي، د ځان لپاره حلال کار ولري.»

د حرفوي زده‌کړو ترڅنګ، ښځو ته د سواد زده‌کړې او دیني درسونو پروګرامونه هم برابر شوي دي.

په زندان کې یوه ښوونکې وايي، په دغو ټولګیو کې د ښځینه بندیانو ګډون د زده‌کړې ترڅنګ له هغوی سره مرسته کوي چې د بند له رواني فشارونو سره ښه مقابله وکړي.

حسینې، یوې ښوونکې، وویل: «زموږ درسونو د هغوی په اخلاقو او چلند کې ښه بدلونونه راوستي او زده‌کړو ته یې لېوالتیا ډېره شوې ده.»

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند وايي، اوس مهال د پلچرخي په ښځینه زندان کې نږدې ۴۰۰ محکومې او توقیف شوې ښځې ساتل کېږي.

د دغې ادارې په وینا، ټولنې ته د ښځینه بندیانو د بېرته ستنېدو او اصلاح لپاره د سواد زده‌کړې او حرفوي روزنې پروګرامونه پیل شوي دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند وویل: «کله چې زندانونه بېرته تنظیم شول او هغه کسان چې د اړوندو ادارو له خوا نیول شوي وو موږ ته وسپارل شول، له پیله مو د هغوی لپاره د ژوند اړین امکانات برابر کړي دي.»

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری بندیان د جنايي جرمونو، فساد، اختطاف او نورو جرمونو په تړاو د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

منبع

اولین کسی باشید که نظر بدهید on "په پلچرخي زندان کې نږدې ۴۰۰ ښځې حرفوي زده‌کړې کوي"

یک نظر بگذارید

آدرس ایمیل شما نشر نخواهد شد.


*