د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه نفتي توکي له بهر څخه واردېږي

💬0

د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه نفتي توکي له بهر څخه واردېږي

افغانستان د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وارداتي نفتي توکو ډېره تکیه لري.

په هېواد کې هر کال نږدې ۳.۵ میلیونه ټنه نفتي توکي مصرفېږي، چې یوازې له ۵ تر ۷ سلنې پورې یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او څه باندې ۹۰ سلنه اړتیا له بهر څخه واردېږي.

سره له دې چې افغانستان د نفتي توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نفت او ګاز اتحادیه وايي، د نفتي توکو د واردولو او تأمین په برخه کې کومه ستونزه نشته.

د افغانستان د نفت او ګاز اتحادیې مرستیال فیض‌احمد خوافي وویل: «د نفتي توکو د وارداتو په بهیر کې هېڅ ستونزه نشته. په نړیوال بازار کې د ډیزلو بیه اوس د هر ټن لپاره تر ۱۶۰۰ ډالرو رسېدلې ده. زموږ سوداګر تل د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او موجودو زېرمو او په لاره کې بارونو ته په پام، تمه ده چې د دغو بارونو په رسېدو سره د بازار نوسانات کم او د نفتي توکو بیې هم راټیټې شي.»

د افغانستان د نفتي توکو اړتیا او مصرف:

  • کلنۍ اړتیا: ۳.۵ میلیونه ټنه
  • مایع ګاز: ۳۵ سلنه
  • ډیزل: ۳۳ سلنه
  • پټرول: ۲۰ سلنه
  • د الوتکو تېل: ۵ سلنه
  • کورنی تولید: له ۵ تر ۷ سلنې
  • ورځنی مصرف: نږدې ۱۰ زره ټنه

د روسیې او اوکراین تر جګړې او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو تر زیاتېدو مخکې، افغانستان د اړتیا وړ نفتي توکي له روسیې، بلاروس، قزاقستان، عراق، ترکمنستان او ایران په ګډون له بېلابېلو هېوادونو واردول.

خو په وروستیو کلونو کې د نفتي توکو د تأمینونکو هېوادونو ترکیب بدل شوی او اوس د بازار د اړتیاوو لویه برخه له ایران، عراق، متحده عربي اماراتو او اذربایجان څخه پوره کېږي.

سره له دې چې نفتي توکي تأمینېږي، د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی، د اسعارو د بیو بدلون او د انرژۍ په نړیوال بازار کې نوسانات لا هم په افغانستان کې د مایع ګاز، ډیزلو او پټرولو پر بیو اغېز کوي.

د نفت او ګاز واردوونکي خیرالدین مایل وویل: «نړیوالې بیې بدلېدونکې دي او هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې راټیټې شي. له هېوادوالو غواړو چې د نفتي توکو د کمښت په اړه اندېښنه ونه کړي، ځکه هڅه کوو د خلکو او بازار اړتیاوې پوره کړو.»

په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پر وارداتو د افغانستان د تکیې د کمولو لپاره یې له کورنیو سرچینو د نفت او ګاز استخراج زیات کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، موخه یوازې د کورنیو اړتیاوو پوره کول نه دي، بلکې هڅه کېږي چې افغانستان په راتلونکي کې د خپلو نفتي تولیداتو یوه برخه صادره هم کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل: «وزارت د نفت او ګاز د برخې پر پراختیا جدي کار کوي او په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي. د استخراج کچه هم له ۱۰۰ ټنو څخه ۱۰۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.»

د کورني تولید د زیاتولو له هڅو سره سره، افغانستان لا هم د اړتیا وړ نفتي توکو لویه برخه له بهر څخه واردوي؛ له همدې امله د دغو توکو بازار د سیمې له تحولاتو، د انرژۍ له نړیوال بازار او د اسعارو د بیو له بدلونونو اغېزمنېږي.

منبع

اولین کسی باشید که نظر بدهید on "د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه نفتي توکي له بهر څخه واردېږي"

یک نظر بگذارید

آدرس ایمیل شما نشر نخواهد شد.


*